په ننګرهار کې د ملي امنیت ځواکونو د هدفي وژنو ترسره کوونکی نیولی

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سمیه کې د طالب وسلوالو د هدفي وژنو ترسره کوونکی اعتبار ګل نیولی دی.
چارواکي زیاتوي، چې نوموړي طالب وسلوال پلان درلود، چې په یاد ولایت کې دولتي کارکوونکي ترهدفي بریدونو لاندې ونیسي.
چارواکي وايي، چې نوموړی وسلوال طالب د ننګرهار ولایت دانګام ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
فرهاد شهراني

Comments