په ننګرهار کې د داعش یو غړی له ماینونو سره یو ځای ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار چارواکو په دغه ولایت کې د داعش د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي، دغه داعشي غوښتل د سرتېري د ملي ورځې په اوږدو کې ماین چاودنې وکړې.
خو په وینا یې امنیتي ځواکونو افغان ځواکونو دغه کس له چاودنو وړاندې له ۱۱ کړۍ ماینونو سره یو ځای نیولي دی.
امرخېل د نیول شوي داعشي هویت نه دی په ډاګه کړی، خو وايي، شپږ کړۍ ماینونه د افغان ځواکونو له خوا شنډ کړل شوي او پنځه نورو ته یې چاودنه ورکړې ده.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم يو بل داعش چې د ريکشا په وسيله يې ماينونه ليږدول ملي امنيت ځواکونو نيولی وو.
فرهاد شهراني

Comments