په ننګرهار کې د داعش ډلې د ښاري ټيم غړی ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو (۰۲قطعې) د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ اړوند ډاګو سیمه، کاریزو کلي کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د داعش ډلې د ښاري ټیم مهم زمینه ساز ژوندی نیول شوی دی.
د ملي امنیت صفر ۲ قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوی کس ثناءالحق نومیږي او یاد ولایت کې د داعش ډلې د ښاري ټېم مهم زمینه ساز وو .
خبرپاڼه وايي، له نیول شوي کس څخه یوه تفنګچه، یوه برچه، یو دوربین او یو لیپټاپ کمپیوټر هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلی. خبرپاڼه راز زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو او یا هم ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments