په ننګرهار کې د داعش ویاند او دجلب او جذب مسول و وژل شو

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې په هوايي برید کې د داعش مطبوعاتي مسول او د جلب او جذب کميسيون غړی سلطان عزيز عزام په هوايي برید کې و وژل شو.
پر نوموړي یاد برید وړمه شپه په هسکه مېنه ولسوالۍ کې شوی دی او ورسره درې تنه نور هم وژل شوي دي.
امنيتي مسولين وايي چې برید ګډو ځواکونو کړی دی او د داعش د دې مهم کس په وژل کيدو د خراسان څانګې داعش تقریبا نور له منځه تلی دی.
ياده دې وي چې سلطان عزيز عزام په ننګرهار کې تر داعشيت مخکې په رسنيزه برخه کې فعال وو خو کله چې داعشیان افغانستان ته راغلل نوموړی له يادې ډلې سره يو ځای شو او د لسګونو ننګرهاريانو په وژنه، تښتونه او ټپي کيدو کې ښکيل وو.
عزام چې تر ډيره يي رسنيز کارونه کول خبریالان او د رسنیو مسولین به يي هم ګواښل او داعش ته د ډيرو ځوانانو دجلب او جذب لپاره هم نوموړي هڅې کړې وې.
فرهاد شهراني

Comments