په ننګرهار کې د داعش جلاد ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: امنیتي چارواکي وايي، چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ د ګرټک په توري بابا سیمه کې د داعش ډلې جلاد، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې تر څار لاندې و، نن ورځ ونیول شو.
د ننګرهار مطبوعاتي دفتر خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، نوموړي جلاد د داعش لخوا نیولو شوو زندانیانو ته شکنجې ورکولې، د بدن غړي یې ترې غوڅول او پر مایونونو یې ژوندي انسانان کېنول انفجار یې ورکولو.
سرچېنه زیاتوي، کوم وخت چې ننګرهار ولایت کې د پاکستان لخوا داعش رامنځته او اوج ته ورسېد نوموړي جلاد بې شمېره افغانان ورته ووژل د انسان وژنې او بې ‌رحمۍ په برخه کې یې پاکستان کې ځانګړې روزنه تر لاسه کړې وه.
د سرچېنې په خبره، اوسمهال یې د چپرهار ولسوالۍ اړوند کلیو کې د داعش لپاره جلب و جذب او نوموړې ډلې ته یې پټنځاینونه ترتیبول.
فرهاد شهراني

Comments