په ننګرهار کې د داعش ترهګرې ډلې 21 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – ننګرهار: خامه پرس نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې هوایی بریدونه ترسره کړي، چې له امله یې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي دي.
د خبر له مخې، تېره ورځ د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالی د وزیرو تنګی اوند د سکندر په سیمه کې د داعش جنګیالیو په پټنځایونو باندې هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲۱ تنه داعش جګړه ماران وژل شوي دي.
د اسلامي دولت ڼومې ډلې پلویانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت په ځېنو ناامنو ولسوالیو کې د داعشیانو او نورو وسله والو ډلو په وړندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.
فرهاد شهراني

Comments