په ننګرهار کې د داعشیانو دولس کسیزه ډله له منځه وړل شوې ده

comments 0

هندوکش – کابل: د ملي امنیت لوې ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو او امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د دولت ضد داعش وسله والې ډلې یوه دولس کسیزه ډله له منځه وړل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یاد عملیات د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې ترسره شوي چې په پایله کې د دوی ۳۵ میله وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
امنتیي چارواکوي وایي دغه عملیات د ننګرهار د ولایت د اچین ولسوالۍ د پېښې تښتو په سیمه ترسره شوي چې پکې د وسله والو ډلو یو شمېر نورې وسلې او مهمات د ځواکونو له لورې تخریب شوي
په دغه عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکې خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments