په ننګرهار کې د بې پېلوټه الوتکې برید د یو مهم قوماندان په ۱۲ طالبان ووژل

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند سنګانۍ نومي سیمه کې یې د بې پېلوټه الوتکې برید کې د یو طالب قوماندان په ګډون ۱۲ طالبان وژلي.
د دغه ولایت درسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په سنګانۍ سیمه کې تیره شپه بې پیلوټه الوتکې د وسلوالو طالبانو پر مرکز هوایي بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د زبیر په نوم د وسلوالو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون د دغې ډلې ۱۲ غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې یادو بریدونو کې د طالبانو ډیری وسایط او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments