په ننګرهار کې داعش ترهګرې ډلې ديني عالم په شهادت رسولی

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: په ننګرهار کې د داعش تکفیریانو ديني عالم مولوي حضرت په شهادت رسولی دی.
پيښه چې په خوګياڼيو کې شوې ويل کيږی ياد ديني عالم مدرسې ته پر لاره داعشي تکفيريانو په نښه کړی او شهيد کړی یې دی.
په وزیرو تنګي کې شهيد شوی ديني عالم د يوې سترې دينې مدرسې مشر هم وو او د سیمې خلکو هم ور ته درناوی لاره.
ياده دې وي چې دا لومړی وار نه دی بلکه تر دې مخکې طالبانو او داعشيانو څو ځلې ديني علما په نښه کړي او شهيدان کړي يي دي.
تر دې مخکې طالبانو په کندهار، لوګر، غزني، هلمند، کاپيسا او څو نورو سیمو کې ديني علما شهيدان کړي وو او داعش ډلې بیا په ختيځ کې په څو پيښو کې وتلي جيد علما په نښه کړي او شهيدان کړي يي دي.
ياده دې وي چې د مولوي حضرت د ترور پړه داعش ډلې ته اړوندو رسنیو هم پر غاړه اخیستې.
داعش ترهګره ډله چې دوه کاله کيږي په افغانستان کې را پيدا شوې ډيری غړي يي د طالبانو قومندان او وسله وال دي او په ډير وحشت سره په ملکي او ولسي وګړو خپل ظلمونه کوي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply