په ننګرهار ولایت کې ۲تنه طالب وسلوال د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول

comments 0

هندوکش ــ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو نن سهار د یاد ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د سړک پرغاړه ماینونه ځای پرځای کول،چې په پایله کې ماین پرې چاودنه کړې او ۲ تنه طالب ماین خښوونکي وژل شوي دي.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې یادو طالبانو غوښتل د ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونو دوژنې په موخه دسړک پرغاړه ماینونه ځای پرځای کړي.
په عین حال کې دیاد ولایت مدني فعالانودطالبانو له لوري د تاوتریخوالي په دوام اندیښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي دي، چې د سولې په روانه پروسه کې په کړو ژمنو عمل وکړئ او په هېواد کې یوه سرتاسري اوربند ته زمینه برابره شي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments