په ننګرهار ولایت کې ۱۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیانی وايي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه ترسره کړي، چې په پایله کې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د افغان ځواکونو او طالب وسلوالو په نښته کې ۱۷ تنه طالبان وژل شوي او یو شمیر سپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي د ي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
په عین حال کې د بټي کوټ ولسوالۍ اوسیدونکو د افغان ځواکونو د ملاتړ تر څنګ له طالبانو غوښتنه کړې، چې نور تاوتریخوالي ته د پای ټکی کیږدئ او سوله وکړئ.
فرهاد شهراني

Comments