په ننګرهار ولایت کې د انسان تښتوونکو څلور کسیزه ګروپ ونیول شو

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: سیمه ییز چارواکي وايي، چې ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د انسان تښتوونکو یوه څلور کسیزه ګروپ نیولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چې دغه انسان تښتوونکي د مرکز جلال آباد ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمو کې د ملي امنیت د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د هغه په وینا، په نيول شويو کسانو کې د شمشير، سردارخان، قياس خان په نوم درې تنه یې د حصارک ولسوالۍ اوسېدونکي او د سراج په نوم یو یې د شيرزادو ولسوالۍ اوسيدونکى دی.
عطاالله خوږیاڼی زیاتوي، چې په نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او تر نورو څېړنو لاندې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د وسلوالوغلاوو،قتل،شکونې او انسان تښتوونو پېښو په تور مجرمین نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
فرهاد شهراني

Comments