په ننګرهار د داعش ډلې د چاودیدونکو توکو لېږدونکی نیول شوی

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: ملي امنیت ځواکونو په جلال اباد ښار کې یو کس د ځانمرګي واسکټ او بمونو د انتقال په تور نیولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، د امجد په نوم دغه کس چې په عبید مشهور دی، د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند بیز اکمالاتي سیمه کې نیول شوی دی.
د خوګیاڼي په خبره، نوموړی د داعش ډلې غړی دی چې په ریکشا کې یې د ځانمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ، دوه لاسي بمونه او یو شمېر شب نامې یې د بهسودو له سخي موړ سیمې څخه جلال اباد ښار ته را لېږدولې، د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شو.
نوموړي کس په خپل جرم اعتراف کړی او لا هم تر څېړنو لاندې دی.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ ناوخته هم د ملي امنیت صفر۲ ځواکونو د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په مستي خېلو سیمه کې د یو عملیاتو په ترڅ کې د مومن په نوم یو کس چې دوی یې د داعش ډلې اړوند و، وژلی و.
داعش وسله والو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments