په ننګرهارکې څه باندی پنځوس کيلو ګرام مخدره توکیي د پولیسو لاسته راغلل

comments 0

هندوکش – ننګرهار: دننګرهار امنیتی چارواکي وايي په دی ولایت کې د نشه یی توکو د مبارزې پولیسو یو کس د 53 کیلوګرام تریاکو سره نیولی دی.
د ننګرهار امنیې قومنداني ویاند وایی :« یوې سراچه دوله موتر چې غوښتل له لغمان ولایت څخه 53 کیلو ګرامه تریاک د ننګرهار غنی خیلو ولسوالۍ ته انتقال کړي د سره رود ولسوالۍ د مارکو په مربوطاتو کې له یو تن سره يو ځای نیولی دي».
دا په داسی حال کې دی چې څو موده مخکې هم د سیمې پولیس له یوی کرولا دوله موټر 200 کیلو ګرام چرس هم نیولی و.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply