په میدان وردګو کې په توره شپه طالب قومندان په یو کور کې څنګه و وژل شو( راز)

comments 0

هندوکش ـ ميدان وردګ: د شپې له تيارې په استفادې د طالبانو د يو سیمه ایز قومندان حاجي نقیب الله مالي مسول امیرمحمد غوښتل د يوې پتمنې افغانې کورنۍ عزت ولوټي او د جنسي غريزې اور سوړ کړي خو کیسه هغه وخت برعکسه شوه چې کور ته له اوښتو سره سم د کور پتمنې ښځې پرې خبرې شوې او ياد طالب قومندان يي د چاقو او دبیو په ګذارونو سره و واژه.

په افغانستان کې په توره شپه د يو کس کور ته اوښتل په هر حالت کې له خطره ډک وي خو په داسې يو کور چې يوازې میرمنې پکې وي د شپې په توره تياره د يو کس ورتګ په هر حال د شرم وړ خبره ده.

که څه هم طالبانو له تیرې اونۍ را هيسې هڅه پيل کړې چې دې خبرې ته بله بڼه ورکړي خو اصلي کیسه ډيره دردونکې او شرمونکې ده ځکه يو لوري ته د سیمې خلک ټول له حقیقته خبر دي او بل لوري ته دا دوهم ځل دی چې طالبان په يوه پتمنه سیمه کې د زبرزنا وحشت د ترسره کولو په پار سزا ويني.

د سید آباد د لوړې کلي يو اوسیدونکي چې له دې پيښې پوره خبر دی له هندوکش خبري آژانس سره د نوم نه ښودلو په شرط مرکه کړې او ويلي يي دي چې د حاجي نقیب الله مالي مسول امیرمحمد د شپې ناوخته يو کور ته د يوې پتمنې کورنۍ پر عزت د تیري په پار له د ننه کيدو سره سم د ښځو له لوري تر لنډې فزيکي مشاجرې او ګواښونو وروسته په دبیو او چاقوګانو سره وژل شوی دی.

نو موړي وويل:«  د لوړې کلي په دې کور کې د يو کس دوه میرمنې ژوند کوي، د میرمنو خاوند د غربت له امله په ایران کې مسافري کوي، امیرمحمد د شپې له تورې تيارې په استفادې دې کور ته د ننه شوی او هڅه يي کړې چې د وسلې په زور د يوې غیرتي کورنۍ پر لمن تور داغ کيږدي.»

نوموړی زياتوي:« کله چې امیرمحمد کور ته د ننه کيږي د ياد کس مشره میرمن له چاقو په استفادې پر امیرمحمد لومړی ګذار کوي او وروسته يي په زړه کې دواړه میرمنې په چړو وهي او وژني يي ان تر دې چې کله مو سهار وختي مړی له کوره را و ويست میرمنو د افغاني غرور او عزت له امله له دې طالب څخه سر هم غوڅ کړی وو او په جهر يي چيغې وهلې چې د  يوې پتمنۍ کورنۍ پر لمن تور داغ کيښودونکی طالب دوی له ډار او ویرې پرته وژلی.»

د هغه په خبره په دې کور کې ماشومان نشته دي ځکه ياد کس د اودلا د نشتوالي له امله دوهم واده کړی دی او په څنګ کې يي په بل کور کې ليور چې هغه هم  يو غريب سړی دی ژوند کوي.

د سرچينې په خبره:« سهار چې کله کلیوال خبريږي او مړی له  دې کوره باسي طالبان راځي دا دواړه میرمنې له ځان سره د زرينک کلي ته بیايي او تر وهلو ټکولو وروسته هڅه کوي میرمنې په  دې قانع کړي چې دکامرې او ولس په مخکې ووايي چې امیرمحمد نومی کس دوی نه بلکه ددې میرمنو ليوره وژلی دی خو میرمنې هم چې افغاني غرور او غیرت لري کله چې کلیوال راټولیږی او طالبان غواړي خپل شرم پټ کړي په جهر وايي چې امیرمحمد د زنا په خاطر د دوی کورته د شپې ناوخته د ننه شوی وو او ياد طالب يي ليوره نه بلکه دوی وژلی دی خو طالبان خلکو ته ګواښ کوي چې يادې میرمنې دروغ وايي او که هرچا دا خبره د باندې و ویسته وبه وژل شي.»

نوموړې سرچينه وايي:« په لوړه کلي کې ټول خلک اوس په دې کيسه خبر دي او پيښه په داسې حال کې شوې چې د ښځو ليور او نوره کورنۍ ډيره ناوخته په دې کیسه خبره شوې خو د طالبانو د استخباراتي مسول ډاکټر میرويس تر وژل کيدو وروسته دا دوهمه پيښه ده چې طالبان يو ډول نه یو ډول کوښښ کوي پړه يي پر نورو ور واچوي او د يوې پتمنې کورنۍ پر عزت ددوی د مسولینو لوبې پټې کړي.»

داکټر ميرويس چې د طالبانو د میدان وردګو د استخباراتو مسول وو څو مياشتې مخکې له يوې ښځې سره د جنسي اړیکو په تور د يادې میرمنې خاوند چې نوی له زندان څخه خوشې شوی وو و واژه خو طالبانو ددې لپاره چې د پتمنې کورنۍ پر عزت د دوی د استخباراتي مسول تیری پټ کړي يو محصل يي په دې تور چې ګواکې د دولت کس وو او د میرویس په وژلو کې ښکيل وو په ډ ير وحشیانه ډول سره اعدام کړ.

ویل کيږي اوسنۍ پيښه چې شوې بیخي د ډاکتر ميرویس کيسې ته ورته ده او د حاجي نقیب الله کسان په  سیدآباد کې په وژنو، سړي تښتونو، وسله والو غلاوو او لسګونو نورو وحشتونو کې هم ښکيل دي او د مالي مسول امیرمحمد د بداخلاقۍ په اړه يي ټول خلک خبر دي خو دا چې يو لوري ته طالبان وسله لري او بل لوري ته وحشيانه قتلونه کوي نو خلک يي په مقابل کې ډير زړه نه ښه کوي چې غږپورته کړي.

ياده دې وي چې د طالبانو له لوري نیول شوې دواړه میرمنې تر سخت ظلم او زیاتي وروسته د سيمې خلکو د ناموس او غیرت په پار له طالبانو ژغورلي دي خو يادې میرمنې او د دوی کورنۍ لاهم د طالبانو تر سخت ګواښ لاندې ده او له همدې امله خو تر ډيره یاده موضوع له رسنیو هم پټه ساتل شوې وه.

خو د سيمې خلک وايي چې دلته د طالبانو کیدونکي وحشتونه او ظلمونه نور د زغملو نه دي او دوی باالاخره اړ شول چې له ځينو رسنیو سره په دې تړاو جزييات شریک کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply