په میدان وردګو کې په بيګني بريد کې يوازې ترهګر وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ ميدانښار: د چهارشنبې په ماښام په دشت توپ سيمه کې ترهګرو پر افغان سرتیرو بريد وکړ چې د نښتې په پايله کې ټول ترهګر وژل شوي دي.

د ميدان وردګو والي ځونډي ګل زماني رسنیو ته ويلي دي چې طالبان له دوو ځانمرګو سره يو ځای د افغان سرتیرو مرکز ته له نيږدې سره سم يي په ډزو پيل کړی وو چې تر څه کم يو ساعت پورې دوه ځانمرګي او ورسره ۱۳ تنه نور ترهګر و وژل شول.

ويل کيږي د افغان سرتیرو په موخه ایزو ډزو کې په موټر کې پر سپاره ځانمرګي تر بريد وروسته ياد ځانمرګی چاوديدلی چې ورسره لس تنه يي ټوټه ټوټه کړي چې يوازې د بدن ځينې غړي يي په سیمه کې پاتې دي.

د سيدآباد په توپ دښته کې د افغان سرتیرو يو ستر روزنیز مرکز دی چې درې زره تنه پکې روزنه ترلاسه کوي.

ياده دې وي چې د ترهګرو يو شمېر يي د شپې له تيارې په ګټه اخيستو په تيښته بریالي شوي دي.

د سيمې خلک هم وايي چې ترهګر لومړي پوځي قراول ته هم ونه رسيدل بلکه وار له مخه له پاسنيو پوستو او څارنیزو سیمو په نښه شول او وژل شول.

Comments

Leave a Reply