په میدان وردګو ولایت کې ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شويدي

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان ځانګړو ځواکونو دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې تصفیوي عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې یې ۸تنه وسلوال طالبان وژل شويدي.
د یاد ولایت امنيتي چارواکي وايي،چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۸ تنوطالبانوپه وژل کیدو سربیره ۲میله کلاشینکوف ۲پایې مخابرې او ګن شمیر چاودیدونکي توکي د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
چارواکي وايي، چې په نوموړو عملیاتو کې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دي اوښتی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments