په میدان وردګو ولایت کې ۲تنه طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ میدان وردګ: د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۲تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۵تنه طالبان ژوندي نیول شويدي.
د میدان وردګو ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې په نوموړو عملیاتو کې د۲ تنو طالبانو په وژل کیدو او ۱۵تنو په نیول کیدو سربیره د طالبانو د وسلو یوه مهمه ډيپوه هم له منځه تللې ده.
بل لوري په یاد ولایت او ولسوالۍ کې په یوه جلا هوايي برید کې ۲تنه طالبان وژل شويدي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شوو بریدونو کې ملکي کسانو او امنیتي ځواکونو ته هیڅ ډول مالي اوځاني زیان نه دی اوښتی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments