په میدان وردګو ولایت کې ۱۱ طالبان ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ میدان وردګ: ملي دفاع وزارت وايي، میدان وردګ ولایت کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۱۱ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دفاع وزارت نن خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د میدان وردګ د جلرېز ولسوالۍ په زیولات او ملا خېل سیمو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه پیل کړل.
سرچینه وايي، افغان کمانډو ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ د طالبانو برید په شاه تمبولی او د جګړې په ترڅ کې یې ۱۱ وسلوال طالبان وژلي دي.
د ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې د وژل شویو طالبانو جسدونه هم د جګړې په میدان پاتې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments