په ميرزکه کې د سرتیرو جنازه نه کونکي ملایان له جوماتونو شړل کيږي

comments 0

هندوکش ـ پکتيا: د پکتيا په ميرزکه کې ولس پريکړه کړې چې نور به د سرتیرو پر ضد غږيدونکي ملايان له جوماتونو وشړي.

دوی وايي هغه ملایان چې د ملي ځواکونو په لیکو کې د شهيد شویو سرتیرو جنازه نه کوي نور د امامت وړ نه دي.

د میرزکې ولسونو پريکړه کړې چې تر دې وروسته به ملا په دې پوهوي چې دا وطن د ټولو دی او ساتل يي يوازې د سرتیري مسولیت نه دی.

قومي مخور وايي چې ملایانو ته يي څو وارې په آرامه هم وویل خو د ملايانو د انکار له امله دوی اړ شول چې ولسي تړون وکړي.

دوی وايي چې له وسله والو سره همکاري کونکي ملایان به نه يوازې نغدي ناغه شي بلکه له کلي به هم د تل لپاره وشړل شي.

د میرزکې مخورو په دې پريکړه کې چې د سیمې مخور علما هم پکې وو په يو غږ وويل چې نور به په هیواد کې د ورور وژنې ملاتړ ونکړي.

دوی له ديني علماوو غوښتنه وکړه چې خپل ديني رسالت ته په کتو سره باید لاس په کار شي او وطن له روان ناورین څخه وژغوري.

د میرزکې علماوو هم د قومونو ددې پريکړې ملاتړ وکړ او ويي ويل چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې اسلام د خپلو شومو موخو لپاره کاروي.

يو تن قومي مشر په خپلو خبرو کې وويل: « ملا د عزت، وطنپالنې، اسلامي او ملي روحیي د پياوړتيا سمبول دی او دوی ته په کار دي چې موږ ته ښې لارې را وښيي او دا چې نن پريکړه کوو او ديني علما مو ملاتړ کوي دا په ټول کې په هیواد کې د يو ښه پيل زیری دی.»

باید وويل شي چې په وروستیو کې له افراطيت او طالباني افکارو کرکه دومره ډيره شوې چې د هلمند په ګډون د هیواد په څو سیمو کې پرتلتونه وهل شوي دي او ځوانانو د نه خوړلو تحصن هم کړی دی.

طالبان چې د پاکستان،ایران او روسيي ملاتړ له ځان سره لري په ډيره بې رحمي د خپل وطن د بربادۍ پروژې پر مخ بیايي او ولسونه وايي چې نور به دلته د پردیو افکارو ته د ودې اجازه ورنکړي.

ګرديز

Comments