په ميرزا اولنګ سيمه کې ۱۱ طالب ترهګر وژل شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ سرپل: په سرپل کې د البرز لس په نوم په پيل شویو عملیاتو کې يولس طالب ترهګر وژل شوي دي.

ياد عملیات چې په دې سيمه کې پيل شوي دي مشری يي ملي پوځ کوي چې هوايي ملاتړ هم ورسره دی.

په ياده سیمه کې امنیتي مسولینو هندوکش ته ويلي دي چې په هوايي بريد کې يي ۱۳ طالبان ټپيان کړي او  د دوی شل عرادې موټر يي هم له منځه وړي دي.

میرزا اولنګ هغه سيمه ده چې تیره اونۍ د طالبانو او داعش تکفيريانو په ګډ وحشت کې دې ترهګرو ډلو په مشترک ډول پنځوس ملکي وګړي په شهادت ورسول.

په سيمه کې ملي ځواکونه ډاډ ورکوي چې د يو څاڅکي وينې تر شتون پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او بیا به اجازه ورنکړي چې پردي پالي ترهګر د ملکي وګړو ژوند ته ګواښ پيښ کړي.

بلخوا په سيمه مې خلک وايي چې ډيری بند پاتې کسان چې سپين ږيري، ميرمنې او ماشومان پکې وو د ملي پوځ له لوري ژغورل شوي او امن سيمې ته وړل شوي دي.

بلخوا په سیمه کې د ملي ځواکونو له لوري اړمنو کورنیو ته مرستې او درمل هم ويشل شوي دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply