په ميدان وردګو کې ۱۳ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

comments 0

هندوکش ـ ميدانښار: په ميدان وردګو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۱۳ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي
د ميدان وردګو امنيتي مسولین وايي چې دا عملیات په نرخ ولسوالۍ کې پيل شوي وو چې په لړ کې ۱۴ طالب ترهګرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې.
د امنيتي سرچينو په خبره په دې عملياتو کې يوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم افغان ځواکونو غنميت کړي دي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، هلمند، لغمان، فراه، کندز،غور، ميدان وردګو او زابل کې د ترهګرو پر ضد دولس عملیات شوي دي چې په لړ کې يي ۷۱ ترهګر وژل شوي، ۴۰ ټپيان شوي او اوو نور ژوندي نيول شوي دي.

Comments

Leave a Reply