په ماشومانو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – خوست: راپورونه وایي، د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د چاوديدونکو توکو چاودنې دوه ماشومان وژلي او ۱۷ نور ټپيان دي.
يوې امنيتي سرچينې رسنیو ته ویلي، دغه پېښه تېره غرمه ۱۲ بجې د يادې ولسوالۍ د ځنيخېلو په سپين کوڼ نومي کلي د ديني مدرسې شاوخوا کې شوې ده.
سرچينه وايې، دغه سيمه ډېرې ليرې پرته ده نو تراوسه يې ډېر جزيات نه دي دقيق خو وايې د هوان مرمۍ چاودنه ده.
وژل شوي او ټپيان ټول له اتلس کلنۍ کم عمره ماشومان ښودل شوي دي.
تر اوسه ددې پېښې ډېر معلومات نه دي واضح شوي.
ويل کيږي دغو ماشومانو پر هوان مرمۍ د تيږو ګوازونه کړي دي.
عمران احمدزی

Comments