په لوګر کې ۷ طالب ترهګر وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ لوګر: دفاع وزارت وايي، پرون ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو، د لوګر ولایت مرکز اړوند کابل-ګردیز په لویه لاره «بازار خضر» سیمه کې پر طالب ترهګرو چاڼیز عملیات تر سره کړل.
له دفاع وزارت څخ خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې په پایله کې ۷ طالب ترهګر ووژل شول.
خبرپاټه زیاته وي، همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
باید یاده شي په دې وروسیتو کې طالبانو جګړې ته زور ورکړي په یادو مخامخ جګړو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا د لوګر د سیمو خلکو د وژل شویو طالبانو په اړه وايي، چې یادې ډلې په لوګر ولایت کې نه امني خواره کړې وه وخت ناوخت به یې په لویه لار کې چک پیانټ اچولی و، چې افغان امنیتي ځواکونو لخوا ووژل اوس مو ایله زړونه یک شول.
عمران احمدزی

Comments