په لوګر کې ۲ تنه طالب بریدګر موخې ته له رسیدو وړاندې ووژل شول

comments 0

هندوکش ـ لوګر: د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د محمداغې او بره کي برک ولسوالیو په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو پوستو د برید پلان درلود، چې د افغان ځواکونو پر وخت اقدام د دې لامل شو، چې د طالبانو د برید ناکام او په پایله کې ۲ تنه طالبان ووژل شول.
چارواکي وايي، چې په یاده نښته کې د ۲ تنو طالب وسلوالو په وژل کیدو سربیره ۲ میله وسلې او مهمات د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عمران احمدزی

Comments