په لوګر کې ځانمرګي بريد ته هڅول شوي دوه تنه مخکې تر بریده ونيول شول

comments 0

0 Views

هندوکش ـ پل علم: په لوګر کې دوه تنه تنکي ځوانان چې غوښتل يي ځانمرګی بريد وکړي او يو وار بیا په روژه کې ولسونه د وير په ټغر کينوي موخې ته تر رسيدو مخکې ونيول شول.
دا دوه تنه چې د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د وو کلیو شاه مزار او رستم خيلو اوسيدونکي پرون په ياده ولسوالۍ کې مازديګر مهال نيول شوي دي.
د لوګر د والي د وياند له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« مازدیګر څلور بجې د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې دوه ځان وژونکي هریو ضیاالدین ولدفضل احمد د برکي برک ولسوالۍ د شاه مزار اوسیدونکی او محمد الله ولدمحمد ظریف د همدې ولسوالۍ درستم خیلو اوسیدونکی د قاري زبیح الله ګروپ غړي چې د حقاني ډلې سره تړاو لري د زړورو افغان ګډو امنیتي ځواکونو لخوا هدف ته له رسیدو مخکې ونیول شو چې اوس په برکي برک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو سره دي.»
بلخوا د برکي برک ولسوال په وینا ځان وژونکو هدف په ولسوالۍ برید وو چې الحمدالله هدف ته ونه رسیده.
ياده دې وي چې په روانه روژه کې طالبانو د هیواد په بیلابیلو سيمو کې خونړي ترهګریز بريدونه کړي دي.
ميوند احمدزی ـ لوګر

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply