په لوګر کې د حقاني شبکې ۲تنه مهم قوماندانان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ــ لوګر: تیره شپه د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي دي،چې په ترڅ کې د حقاني شبکې ۲ مهم غړي وژل شويدي.
د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي رسنیو سره په خبرو کې دیاد خبر پخلی کړی او ویلي دي، چې په یادو عملیاتو کې د۲تنو په وژل کیدو سربیره ۲تنه نور ژوندي نیولي او د وسلو او مهماتو ډیپوه چې په کې مختلفې سپکې او درنې وسلې ساتل کیدې له منځه وړې ده.
نوموړي زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي کسانو ته کوم تاوان نه دی اوښتی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments