هندوکش ـ پل علم: په لوګر کې د کورنیو چارو وزارت د ځانګړو پوليسو له لوري د عملیاتو په لړ کې درې مهم طالبان ژوندي نيول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ياد عملیات مرکز پل علم ته څيرمه د نيازيو په کلي کې شوي دي.
په عملیاتو کې ګل محمد چې په بدر مشهور وو،غلام الدين چې په سلطان مشهور وو او سحر چې په فدايي مشهور وو نيول شوي او يو بل تن چې پر افغان سرتیرو يي دبريد هوډ درلود وژل شوی دی.
په دې عملیاتو کې دوه تنه نور مشکوک ترهګر هم نيول شوي دي.
همدارنګه دغزني په اندړو ولسوالۍ کې د ګنده هیر په کلي کې لس طالب ترهګر وژل شوي او يولس نور ټپيان شوي دي.
ياده دې وي چې په دې دواړو عملیاتو کې ځانګړو پوليسو ته زيان نه دی اوښتی.
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.