په لوګر ولایت کې ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش ـ لوګر: د لوګر ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزی وایي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د لوګر ولایت په ارزې ولسوالۍ سلیمانخیلو سیمه کې د افغان ځواکونو په پوستو بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې د طالبانو برید له ماتې سره مخ شو او په پایله کې ۸ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
چارواکي وایي، چې وسلوال طالبان د سولې په روانه پروسه کې جګړې ته زور ورکړی او په کړو ژمنو یې عمل نه دی کړی.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سوږمۍ پوپلزۍ

Comments