په لوګر ولایت کې د ښځو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

comments 0

هندوکش ــ لوګر: دلوګر ولایت په مرکز پل علم کې سلګونو میرمنو، مدني فعالانو او ځايی چارواکو د یوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې دښځو نړیواله ورځ(۸ مارچ) ونمانځله.
د غونډې ګډونوالو په ټولنه کې دمیرمنو په ونډه او په شته ننګونو یې خبرې وکړې او د حل په موخه یې ځینې طرحې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
په یاده غوڼده کې میرمنو په افغان حکومت او طالبانو غږ وکړ، چې د سولې په ملي پروسه کې دمیرمنو لاسته راوړنې او حقوق تر پښو لاندې نه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments