په لوګر او زابل ولایتونو کې د طالب قوماندانانو تر منځ وسله والې شخړې شوي

comments 0

هندوکش ــ لوګر: یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، هندوکش خبري اژانس ته وویل چې په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د مرستیال مولوي شیرین او د طالبانو د یو بل قوماندان ملا بشیر تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو له وجې وسله واله شخړه شوې ده.
د سرچینې په وینا د یادې شخړې په پایله کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
اخوا د زابل ولایت څخه هم په ورته راپور کې ویل شوي چې د وسله والو طالبانو دوو ځايي قوماندان د وسلو او مهماتو د تقیسم پر سر شخړه کړې، چې یو تن پکې زخمي شوی دی.
پدې وروستیو کې د طالب قوماندانو تر منځ د خپلمنځي اختلافاتو او شخړو زیات راپورونه ورکول کیږي.
ولي الله شاهین چې د طالبانو تحریک سم پېژني او د دوی د تحریک، په اړه مقالې لیکي او ټلویزیوني بحثونه کوي، وايي چې د طالب قوماندانو تر منځ وروستي اختلافات د دغې ډلې د رهبرۍ له اختلافاتو سرچینه اخلي.
ښاغلی شاهین زیاتوي:« له کله نه هم چې د سولې پروسه پیل شوې ده، د طالبانو د رهبري تر منځ اختلافات روان دي، د جنګ او سولې لپاره د یو واحد دریځ نشتوالی، او یو پر بل باندې د امتیاز اخیستو تورونه، هغه څه دي چې د طالبانو په لیکو کې د اختلافاتو سبب شوي دي، اوس نو طالب قوماندان یو پر بل بې باوره شوي او دا بې باوري د دوی د مشرانو تر منځ له اختلافاتو سرچینه اخلي.»
ښاغلی شاهین وايي چې پدې وروستیو کې طالب قوماندانانو او جنګیالیو په خپلو مشرانو باور له لاسه ور کړی او ټول داسې فکر کوي چې ګواکې مشرانو یې له امریکا او نورو غربي هېوادونو سره معامله کړې ده. د ښاغلي شاهین په وینا چې اوس طالب جنګیالیو او قوماندانانو ته د شخصي ګټو د پاللو ښه پلمه په لاس ورغلې ده، چې کله نه کله د همدې شخصي ګټو لپاره یو د بل سره شخړې هم کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments