په لغمان کې په خپله بوشکه د طالبانو موټر ټوټه ټوټه شو

comments 0

هندوکش ـ مهترلام بابا: په لغمان کې پرون ماښام ناوخته د طالبانو موټر هغې بوشکې ټوټه کړ چې دوی د نورو لپاره خښه کړې وه.

د الینګار ولسوالۍ د نورلام صیب په دره کې ځايي خلک وايي چې موټر فلاينګوچ وو او پر ماين ور برابر شوی دی.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک له هندوکش سره په خبرو کې ويلي دي چې په پيښه اته طالبان وژل شوي او ۱۲ نور مرګوني ټپيان دي.

په وژل شویو کې د بادپښ لپاره  د طالبانو پخوانی خپل سری ولسوال الفت چې په خټه پشي دی هم وژل شوی دی.

ويل کيږي  په وژل شویو کې د الينګار لپاره د طالبانو د خپل سري ولسوال مرستيال قلندر هم شامل دی.

ياده دې وي چې دوی له يوې لرې پرتې سيمې غوښتل بلې سيمې ته د ترهګریزو بريدونو د  پلان په پار ولاړ شي خو د هغه ماين خوراک شول چې دوی د نورو د وژلو لپاره ډک کړی وو.

یاده دې وي چې د سړک غاړې ماينونه تل ملکي وګړي قرباني کوي چې پر ضد يي د غږ پورته کولو په خاطر ټول چوپ دي خو کله کله ياد ماينونه پر طالبانو هم چوي چې د لغمان پيښه په خپل ډول کې لومړنۍ هغه ده.

بوشکه اي بمونه چې طالبان يي ډير کاروي په نامسلکي ډول جوړيږي.

Comments

Leave a Reply