په لغمان کې ماین چاونۍ شپږ نجونې شهیدان کړي دي

comments 0

هندوکش – لغمان: د لغمان ولایت رسنیز دفتر نه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یو ماین چاودنه کړې چې له امله یې شپږ نجونۍ وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، چاودنه د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې پرون سهار شوې دې.
خبر پاڼه کې د دغو نجونو عمرونه له لسو تر دوولسو کلونو پورې ښودل شوي دي.
د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایې، په چل ګزي سیمه کې دغو ماشومو نجونو د آر پي جي یا راکټ ویشتونکي ناچاودې مرمۍ د لوبو پر مهال ټکولې، چې پرې چاودېدلې ده.
وژل شوې نجونې د ښوونځي د څلورم او پنځم ټولګي زده کوونکې وې.
ویل کېږي، وژل شوې ماشومانې د سون لرګیو ټولولو لپاره وتلې وې او له پخوا پرته مرمۍ یې ور اخیستې وه.
فرهاد شهرانی

Comments