په لغمان کې د۷ تنو طالب قوماندانانو په ګډون ۴۴ تنه طالب وسلوال وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ لغمان: د لغمان والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، چې افغان ځواکونو د لغمان ولایت په دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د ۷ تنو طالب قوماندانانو په ګډون ۴ تنه طالب وسلوال وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په ترسره شوو عملیاتو کې د ۴۴ تنو طالبانو په وژل کیدو او ۱۷ تنو طالبانو په ټپي کیدو سربیره له طالبانو څخه ګڼ شمیر سیمې نیول شوې او پاکې شوې دي.
په ورته مهال کې د یاد ولایت اوسیدونکي د افغان ځواکونو د ملاتړ ترڅنګ د طالبانو پرضد د پراخو عملیاتو ترسره کولو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې نن هم د بغلان د خنجان ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا امیر د هغه له درېیو ملګرو سره ووژل شو.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
فرهاد شهراني

Comments