په لغمان ولایت کې ۲ تنه ماین جوړونکي ونیول شول

comments 0

هندوکش ـ کابل: د کورنیو چارو له وزارت له لوري څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ موظفینو د یو لړ کشفي او استخباراتي معلوماتو په اساس دوه تنه ماین جوړونکي نیولی دي.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې نیول شوو کسانو په لغمان ولایت کې په وژنو،چاودنو او ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
ځایي چارواکي زیاتوي، افغان ځواکونه د دې وطن او خاورې رښتیني ساتوونکی دي او هیڅکله به ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې د خلکو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
په ورته وخت کې د لغمان اوسیدونکو د ترهګریزو پیښو په مخنیوي کې د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ ستایلې دي.
عبید رادپور

Comments