په كندهار او زابل ولايتونو كې ۱۷ وسله وال ووژل شول

comments 0

هندوکش ــ کندهار: په كندهار او زابل ولايتونو كې د يوه قوماندان په ګډون د دولت ۱۷ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره هندوکش ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له كبله د خطيب په نوم د يوه قوماندان په ګډون د دولت څلور وسله وال مخالفين ووژل شول.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د زابل په شهر صفا ولسوالۍ كې بيا د هوايي بريدونو په پايله کې ۱۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د يادو بريدونو په ترڅ كې د وسله والو زيات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
د دولت كومې مخالفې وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
عبدالله اڅکزی

Comments