په فراه کې څومره طالبان وژل شوي( مستند راپور)

comments 0

34 Views

هندوکش ـ فراه: پرون سهار وختي نيږدې دوه زره طالبانو چې نوې ايرانۍ وسلې ورسره وې د فراه پر مرکز له څلورو خواوو بریدونه پيل کړل.

د بريد پيل که څه هم سخت او ناڅاپي وو خو د هوا له رڼا کيدو سره سم په دې ولايت کې ميشتو پولیسو، کمانډويانو او د ملي امنيت خاصو قطعاتو په دفاعي بڼه د ښار په ساتنه پيل وکړ، خو طالبانو هڅه کوله چې هره شيبه د محاصرې کړۍ را تنګه کړي.

د ښار څنډو ته د جګړې له را رسيدو سره طالبانو هڅه کوله چې دوه ځايونه ونيسي يو د ملي امنيت رياست چې هلته د دوی يو شمېر نوي نيول شوي مهم کسان پکې بنديان وو او بل د فراه زندان چې په دې زندان کې ددوی ځينې ایراني سلاکاران او قومندانان پکې ساتل کيدل خو د پرونۍ ورځې تر نيمايي پورې دوی نه يوازې بريالي نشول بلکه مات شول.

ماښام مهال د جګړې لوری له کندهار، هرات او کابل څخه ورغلو ځانګړو افغان ځواکونو بدل کړل او د ماښامي له پيل سره سم د امریکا د او ډي آی او ګرين بیري قطعاتو تر هوايي ملاتړ وروسته نور محاصره ماته شوه خو طالبانو ته تيښته ځکه سخته وه چې ښار د شا لخوا کمکي ځواکونو کلابند کړی وو او د ښار په منځ کې له هوا ډيسانټ شویو کمانډويانو او ځانګړو ځواکونو سخت مقاومت کاوو.

خلک وايي:« د فراه جګړه سخته وه ځکه طالبانو د خلکو په کورونو کې سنګر نيولی وو، دوی دومره بې رحمه وو چې د ښار په کمربند کې نيول شوي سرتیري يي د خلکو په مخکې شهيدان کړل خو سرتیرو روحیه له لاسه نه ورکوله ځکه دوی پوی وو چې دا جګړه د طالب نه بلکه د ایران او پاکستان جګړه ده.»

دوی وايي:« د ښار ځينې څنډې لوټل شوي هم دي د ډيرو خلکو له کورونو پيسې او قيمتي څيزونه وړل شوي دي او دا د تير کال په شان دوهم ځل وو چې طالبانو د ولس شتمني ولوټله.»

د فراه والي چې نن سهار د ښار په ځينو سیمو کې يي ګزمه کړې وايي چې ديرش افغان سرتیري شهيدان شوي خو د طالبانو د مړو حساب له دوی سره نشته ځکه له دوی پاتې مړي درې سوو تنو ته رسيږي او دا چې د تيښتې پر مهال يي څومره له ځان سره وړي دي نشي ویلی.»

د فراه والي عبدالبصير سالنګي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي دي:« درې سوه طالب ترهګر مو جهنم ته واستول.»

هغه زياتوي:« دولتي ادارې له سرتیرو سره دي، هرڅه خوندي دي، ولس بیرته عادي ژوند ته را ګرځيدلی دی نن ورځ به مو ټول تمرکز د ښار پر څنډو وي څو د تل لپاره د طالبانو ټغر له دې سيمې ور ټول کړو.»

بل پلو د نورو جګړو پر خلاف په ټولنيزو پاڼو کې هر سړي پر خپل فروفايل د افغان سرتیرو د ميړانې او سرښندنې انځورونه خپاره کړي دي او د هغه سرتیري ډيزاين شوي انځورونه ډير زیات کښته پورته کيږي چې طالبانو په شهادت ورساوو.

خلک وايي چې طالبان په ورته وحشتونو نه يوازې بريالي کيدای نشي بلکه د ډيرو تلفاتو په ورکولو سره به دوی تښتي او حقايق به ولس ته ښکاره کيږي.

د فراه ځايي خلک او مدني فعالان وايي چې دا جګړه د ایران او پاکستان ګډه پروژه وه ځکه ایران غواړي چې په سويل او لويديځ کې د اوبو مديريت سبوتاژ شي او پاکستان بیا غواړي چې ځينې سيمې طالبان ونيسي او د دوی ځينې مراکز افغانستان ته را انتقال شي.

په فراه کې خلک وايي چې دلته جګړه له هلمند څخه ملا منان پلان کړې وه ځکه دوی ته د نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د هرې ورځې په تیریدو سره ستونزې ډيرې شوې وې او دوی غوښتل چې په دې جګړه کې دوی هم ونډه ولري او دا ونډه په مشخص ډول د پاکستان له لوري حمايت کيده.

بلخوا د مشرانوجرګې رئيس فضل هادي مسلميار هم له آزادۍ راډيو سره په مرکه کې ويلي دي چې طالبان اوس يوازې پاکستان ته نه بلکه روسيي او ایران ته هم خوش خدمتي او غلامي پيل کړې.

نوموړي پر ولس غږ وکړ چې نور دې په دبي او په کور کې په شته ټوپک د طالبانو مرکنډۍ ور والوزوي ځکه دلته د طالب روان وحشتونه د افغانستان پر ضد دي او دوی غواړي موږ د نورو د ګټو ښکار کړي.

Share this page to Telegram

Comments