په فراه کې له طالبانو څخه روسي وسله تر لاسه شوې

comments 0

هندوکش ـ فراه: په فراه کې له تیرو څو ورځو را هيسې له طالبانو سره د نښتې په لړ کې ديرش طالبان وژل شوي دي او له دوی څخه يوه زیاته اندازه  روسي وسله هم نيول شوې.

د فراه والي محمد عارف شاه جهان چې ياده وسله يي پرون په فراه کې رسنیو ته ښودلې ويلي دي چې په دې وسله کې لرڅاري ټوپکونه او څو دانې نوي ماډل دوه اتيا ملي متره توپونه هم شامل دي.

ياده دي وي چې په وروستیو کې طالبان له ایران او روسيي سره ډير نیږدې شوي دي او روسیه عملا اوس طالب وسله والو ته وسلې او پيسې ورکوي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې طالبان د پاکستان په وساطت د اکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې پر روسانو وپلورل شول او تر دې هوکړې وروسته د طالبانو مشر ملاهبت الله او مرستيال يي سراج الدین حقاني دوه ځلې مسکو ته سفرونه هم کړي دي.

ویل کیږي د روسانو او طالبانو د اړيکو تر پياوړتیا وروسته د کوټې شورا نيږدې ډيره برخه تر نارضايتي وروسته له پاکستان څخه وتلي دي چې يو شمېر يي افغانستان ته راغلي او يو شمېر نور يي د ترکيي په ګډون چین او ځينو نورو عربي ممالکو ته تښتيدلي دي.

عام افغانان هم وايي چې روسانو د یرغل پر مهال يو نيم میليون افغانان شهيدان کړي او لس میلیونه نور يي د خپل کور او کلي پريښودو ته اړ کړي دي خو هغه ملا چې د دوی پر ضد يي جهاد فرض باله اوس ترې وسله اخلي دا په خپل وار سره د افغان ولس په تیره قربانۍ ملنډې دي.

پوځي شنونکي هم وايي چې روسان طالبان د وسیلې په توګه کاروي او مسکو غواړي له طالبانو په استفادې يو لوري ته د اوياوومې لسيزې غچ له امريکې واخلي ځکه د روسانو په ماته کې د امريکې ونډه ډيره وه او بل لوري ته نيابتي جګړه په افغانستان کې جاري وساتي.

شنونکي په دې نظر دي چې د قفقاز حوزې په ډيرو هیوادونو کې اسلامي تندلاري روسانو ته د منلو نه دی ځکه د چچنيا بیرته نیول روسانو ته ډير ګران پريوتل او کوښښ کوي د طالبانو پر مټ د خپلو سیمو ډيری ازبک، تاجکستاني او چچن ترهګر په افغانستان کې په يو او بل نوم بوخت وساتي.

بل لوري ته ويل کيږي د طالبانو تر منځ د انشعاب په لړ کې ډيری طالب مشران په دې نظر دي چې نور د اسلام په نوم روانه جګړه ځکه مشروع نه ده چې د طالبانو مالي ملاتړ روسیه کوي.

دې خبرو په ټول کې په ولس کې ځينې پوښتنې هم راولاړې کړي دي او ډيری پوښتي چې د طالبانو او روسانو د دوستي مشروعيت خو د افغان حکومت او امريکې له نړۍ والو قوانینو سره مشروع دوستی نامشروع بلل ددې ښودنه کوي چې طالبان د پردیو نیابتي جګړه پر مخ وړي.

 

Comments

Leave a Reply