په فراه کې طالبان د ماتې په حال کې دي او سیمه کلابنده شوې

comments 0

124 Views

هندوکش ـ فراه: په فراه کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دي او په مرکز کې ځانګړي قطعات کور په کور او کوڅه په کوڅه طالبان څاري.

هغه سکرين شاټونه چې د طالبانو له ګروپونو تر لاسه شوي دي پکې ښودل کيږي چې طالبان د فراه د روانې نښتې په اړه ټول جزييات يو بل ته په پاکستاني نمبرونو شريکوي او دوی په پاکستان کې له موباييل او انټرنيټه په استفادې ددې نښتې په اړه جزييآت خپروی.

بلخوا ولسمشر محمد اشرف غني هم په خپله د سوق او ادارې په مرکز کې د فراه د عملیاتو قومنده پر غاړه لري او وضعيت له نيږدې څاري.

بلخوا په فراه کې ځايي مسولین وايي چې طالب ترهګر نن سهار وختي تر ډله ایز برید وروسته له څلورو خواوو د هرات او کندهار څخه راغلو قطعاتو محاصره کړي دي او هوايي ځواکونه يي هم قدم په قدم څاري او يو به هم له سیمې ژوندی ونه وزي.

بلخوا د طالبانو له لوري په ځينو پټو ګروپونو کې د فوټوشاپ شویو انځورونو تر شریکولو وروسته یو زیات شمېر پاکستاني ټلیفون شميرې هم رسنيزې شوي دي.

طالبان چې اوس اوس هڅه کوي ورته پوسټونه او اخيستل شوي سکرين شاټونه لرې کړي هندوکش د دوی ټول سکرين شاټونه اخیستي دي او ډيرو نورو رسنیو هم په دې اړه کره معلومات تر لاسه کړي دي.

د پاکستان له نمبرو په استفادې د طالبانو د زيري او جزييات ورکړه ددې ښودنه کوي چې د فراه د روان وحشت د سوق او ادارې مرکز هم د نورو په شان په پاکستان کې دی.

په فراه کې اوس اوس وضعيت عادي شوی دی او پيل شوي چاڼيز عملیات په پوره برياليتوب سره پر مخ روان دي.

په دې اړه نور جزييات بیا…..

 

Share this page to Telegram

Comments