په فراه کې د وسله والو طالبانو 9 کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه ولایت امنیتي سرچینې وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښې شوي چې له امله یې د وسله والو طالبانو نهه کسیزه ډله له منځه تللې ده.
د سرچینې په وینا، په دې ولایت د تالاشۍ پر یوې پوستې د وسله والو په یوه برید کې چې په غبرګون کې یې افغان امنیتي ځواکونو نهه وسله والو طالبان وژلي دي.
د فراه والي ویاند محمد ناصر مهري نښته تاییدوي او واي چې په ورته وخت کې افغان امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او یاده نښټه په بالابلوک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
مهري وایې چي وسله والو دپولیسو د تالاشۍ پر یوې پوستې برید کړی چي په ترڅ کي یې ۱۱ امنیتي سرتیري او ۹ وسله وال وژل وسوي.
هغه چي په د ې جګړه کي څلور امنیتي سرتېري ژوبل سوي هم دي.
د دولت وسله والو مخالفین تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجوقي

Comments