په فراه کې د طالبانو ماین درنه مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي واي چې یو بس د طالبانو پر ځاې پر ځای شوي ماین برابر شوې چې له امله یې دوه څلویښتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې ده.
د چارواکو يه وینا، پیښه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې رامنځته شوې چې له امله یې لږترلږه ۱۱ مسافر شهیدان شول.
چارواکي زیاتوي چې بس له هرات څخه کابل ته روان و، چې د فراه د بالابلوک په ناامنه ولسوالي کې د سړک د غاړې په بم وربرابر شوي چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د فراه د عامې روغتیا رييس عبدالجبار شایق وايي چې په دې پېښه کې د ۱۱ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۳۱ نور ژوبل شوي دي.
د شایق په وینا په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د یادونې وړه ده چې تردې وړاندې هم د طالبانو پر ځای پر ځاي شوي ماینونو ډیرې خلک برابر شوي چې پکې د نارینو په علاوه ښځې او ماشومان هم شهیدان شوي دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments