په فراه ولایت کې دطالبانو یومهم غړی ووژل شو

comments 0

هندوکش ــ فراه: د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو یو مهم غړی ووژل شو.
د یادو لایت ځايي چارواکي وايي، چې په ترسره شوو هوايی عملیاتو کې وژل شوي طالب قوماندان ملا متوکل نومیږي او په یاد ولایت کې په وژنو، چاودنو او نور ترهګریزو پیښو کې لاس درلود.
چارواکي زیاتوي،چې په یادو عملیاتو کې ددوژل شوي طالب قوماندان په ګډون دطالبانو دوسلواو مهماتو ستره زیرمه هم له منځه وړل شوې .
چارواکي زیاتوي،چې په نوموړو عملیاتو کې افغان ځواکونو اوملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
امیر حسین سلجوقي

Comments