په فاریاب کې ۸ تنه طالب وسلوال وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه وسلوالو طالبانو د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو وسلوال بریدونه کړي، چې د افغان ځواکونو په ځوابیه ډزو کې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي و او په پایله کې ۸ تنه طالب وسلوال وژل شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یادو عملیاتو کې د طالبانو ۲ د پلټنې مرکزونه او ۲ عرادې موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.
دوي وايي، چې په نوموړو عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان امنیتي ځواکونوته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عاطفه مصمم

Comments