په فاریاب کې د وسلوالو طالبانو موټربم او ډله ییز برید مخه ونېول شوه

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: دفاع وزارت وایي، د فاریاب قیصار ولسوالۍ کې یې د موټر بم او ډله ‌ییزو بریدونو مخه نیولې ده.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ملي اردو ځواکونو پرون له چاودېدونکو توکو هغه ډک موټر هدف ته له رسېدو مخکې پېژندلی، چې ۷ تنه په ځان مرګو واسکټونو سمبال برید کوونکي په‌ کې ناست وو.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، برید کوونکو له افغان ځواکونو سره جګړه کړې، چې له امله ‌یې ۷ واړه وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه ‌دي ویلي.
عاطفه مصمم

Comments