په فاریاب کې د طالبانو ماین دولسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – فاریاب : په فاریاب کې ځایي چارواکي وایې چې ماین په چاودنې کې دوولسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فاریاب ولایت چارواکي وايي، چې ددغه ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې څلور ماشومان وژلي او اته نور یې ټپیان کړي دي.
د فاریاب د والي ویاند کریم یورش وویل، چې ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و او د سیمې ماشومانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د شرین تګاب د جنايي جرمونو امر بیا وایي، چې په پېښه کې اووه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. روغتیايي کارکوونکو د درېیو ټپیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.
عاطفه مصمم

Comments