په فاریاب کې د جمعیت ګوند مهم قومندان ووژل شو

comments 0

141 Views

هندوکش – فاریاب: د جمعیت د ګوند مهم قومندان جنرال غلام فاروق قاطع په فاریاب ولایت کې ووژل شو.
د فاریاب ولایت یوې سرچینې ویلي دي چې جنرال قاطع په چاودنه کې وژل شوی دی او پدې پيښه کې د هغه ۴ تنه ساتونکي هم وژل شوي او ګڼ شمیر نور ټپيان شوي دي.
ځايي سرچينې وايي، تېره شپه طالبانو د ياد ولايت په المار ولسوالۍ کې د شيرينک په سيمه کې پر دولتي پوستو بريدونه وکړل چې جنرال فاروق قاطع يې ملاتړ ته ور روان و او په لاره کې يې پر ټانګ موټر چاودنه وشوه.
ويل کېږي، اوسمهال هم په ياده سيمه کې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments