په فاریاب کې دوه تنه وسلوال طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شول

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت ځایي چارواکي وایي، چې دیاد ولایت په قیصار او قرغان ولسوالیو کې دوه تنو وسلوالو طالبانو چې دطالبانو په لیکو کې له کلونو، کلونو راهیسې وسلوال فعالیت کاوه، د حقیقت درک کولو څخه وروسته جګړه بس کړه او دسولې له ملي پروسې سره یو ځای شول.
ځایي چارواکي زیاتوي، چې تسلیم شوي وسلوال امیر محمد او قربان نظر نومیږي.
دوی همدا راز په خپلو کړنو پښیماني ښودلې او له نورو طالب وسلوالو څخه یې غوښتي چې له جګړې لاس واخلئ او دسولې له ملي پروسې سره یوځای شئ.
عاطفه مصمم

Comments