په فاریاب کې ددولت مخالفې ډلې ۶ تنه ووژل شول

comments 0

هندوکش – شمال زون: د شاهین ۲۰۹ قول اردو نه په خپور شوي اعلامیه کې راغلي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ددولت مخالفې ډلې ۱۲ کسانوته مرګ ژوبله اوښټې ده.
اعلامیه زیاتوي چې یاد عملیات د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د سرې کلا په کلي کې ترسره شوي چې شپږ مخالف وسله‌وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وایې چې اوسمهال طالبانو ترڅنګ داعش ترهګره ډله هم امنیتي ځواکونو پر وړاندې ښند شوي چې د هغو په وینا داعش یوازې د جوزجان په درزاب او قوش‌تپه کې تحرکات لري، خو هلته هم مرکزونه نه‌لري. دا دومره ستر خطر نه‌دی او په نږدې وخت کې یې د له‌منځه وړلو عملیات پیلوو.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې د جوزجان چارواکو داعش په منځ کې د بهرنیو اتباعو شتون تایید کړې وو.
عاطفه مصمم

Comments

Leave a Reply