په فاریاب کې خلک له حکومته د قیصاري د محاکمه کیدو غوښتنه کوي

comments 0

هندوکش – فاریاب: له هغې وروسته چې د افغان امنیتي ځواکونو په غبرګه عملیاتو کې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان نظام الدین قیصاري ونیول شول او یو شمیر خلکو د نوموړي د خوشې کیدو غوښتنه وکړه اوس یو شمیر غواړي چې نوموړې محامه شي.
د فاریاب د قیصار، شیرین تګاب او جمعه بازار د ولسوالیو لسګونه اوسېدونکي تیره ورځ په کابل کې غونډ شوي و او له حکومت‌یې وغوښتل چې نظام‌الدین قیصاري ژر عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
دغو کسانو وویل چې د قیصاري د ناوړه چلند او بې‌قانونیو اسناد او شواهد په لاس کې لري.
نظام‌الدین قیصاري د ولسمشر د لومړي مرستیال یو سیمه‌ییز قوماندان او د فاریاب د قیصار سرپرست امنیه قوماندان و چې څه موده مخکې افغان پوځیانو ونیوه او کابل ته‌یې انتقال کړ.
د قیصاري سلګونه پلویانو بیا د هغه د خوشې کېدو لپاره مظاهرې وکړې او په اکثرو شمالي ولایتونو کې یې دولتي ادارې په اعتراض کې وتړلې.
عاطفه مصمم

Comments