په فاریاب ولایت کې ۸ تنه وسلوال طالبان د سولې له ملي پروسې سره یوځای شول

comments 0

هندوکش ـ فاریاب: د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، چې تېره ورځ د فاریاب ولایت په خواجه سز پوش ولسوالۍ کې ۸ تنه وسلوال طالبان د سید عزت الله په مشرۍ خپلې وسلې په ځمکه کېښودې او د سولې ملي پروسې سره یوځای شول.
چارواکي زیاتوي، چې تسلیم شوې وسلوالې ډلې په یاد ولایت کې د طالب وسلوالو په لیکو کې کلونه،کلونه د افغان ځواکونو په وړاندې جګړه کې، چې د افغان ځواکونو په هڅو او د حقیقت په درک کولو څخه وروسته د سولې ملي پروسې سره یوځای شول.
په عین حال کې د فاریاب اوسیدونکو د طالبانو تسلیم شوې ډلې هر کلي او له نورو طالبانو څخه یې غوښتي دی، چې له جګړې لاس واخلئ او د سولې له پروسې سره یو ځای شئ.
عاطفه مصمم

Comments